د هند د دفاع وزير راجنات سنګ د يوې غونډي پر مهال پاکستان مخاطب کړی او ويلي ئې دي

د هند د دفاع وزير راجنات سنګ د يوې غونډي پر مهال پاکستان مخاطب کړی او ويلي ئې دي، چي د هند په اړه د ناسمو کړونو څخه لاس واخلي. هغه ويلي که دا ځل د هند پر ضد کړنه تر سره کړي، هند به داسي درس پاکستان ته ورکړي، چي نړۍ به ورته حيرانه وي.
هغه ويلي د پاکستان پر وړاندي د سندور په نوم عمليات لا پای ته نه دي رسېدلي او که اړتیا سول؛ پر پاکستان به د سندور په نوم عمليات بيا وکړي.
د هغه په خبره دا ځل هند بخښه نه کوي او اقدام کوي.