د هه‌نګاو په نوم د ايران د بشري حقونو سازمان ويلي، چي د ايران دولت د همايون نورزي په نوم ۷۰ کلن افغان اعدام کړی

د هه‌نګاو په نوم د ايران د بشري حقونو سازمان ويلي، چي د ايران دولت د همايون نورزي په نوم ۷۰ کلن افغان اعدام کړی دئ.
د ياد سازمان په وينا چي دغه افغان د نشه يي توکو د کاروبار او قاچاق په تور نيول سوی و.
دغه افغان د ايران د سيستان او بلوچستان ايالت د زابل په مرکزي زندان کي اعدام سوی دئ.