د هینلي پاسپورټ شاخص د ۲۰۲۶ کال په تازه راپور کي افغانستان یو ځل بیا د نړۍ د تر ټولو کماعتباره پاسپورټ لرونکو هيوادونو په ليست کي وروستی مقام خپل کړی دئ.
په دغه راپور کي ويل سوي، چي د افغانستان پاسپورټ د ۱۰۱ مقام په ترلاسه کولو سره یوازي ۲۴ هیوادونو ته د ویزې پرته د سفر کولو اعتبار لري، چي دا شمېره د نړۍوالو معیارونو له مخي ډېره ټیټه بلل کېږي.
په همدې ليست کي پاکستان د ۹۳ مقام او د سوريې پاسپورټ سلم مقام لري.
بايد وويل سي چي په ياده درجه بندۍ کي د سنګاپور پاسپورټ لومړی مقام خپل کړی