د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼي راپور ورکړی، چي اسرائیلو په دې وروستیو کي امریکا ته نوي استخباراتي معلومات ورکړي چي د اسرائیلي چارواکو په وینا، ایران د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ترور له پاره یو نوی پلان جوړ کړی.
ياده ورځپاڼه ليکي، که دغه معلومات کره ثابت سي، نو دا به د واشنګټن او تهران ترمنځ د روان کړکېچ د لا زیاتېدو نښه وي.
په ورته وخت کي د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خبریالانو سره په خبرو کي ویلي چي د ده نوم د هغو کسانو په لېست کي شامل دئ، چي ایران ئې په نښه کول غواړي.
بايد وويل سي، چي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او اسرائیلو د لومړي وزير بنيامين نتانياهو ترمنځ د ایران په اړه د تګلاري پر سر اختلافونه موجود دي، خو دواړو په وروستۍ ټلیفوني خبرو کي د دوه اړخیزو همغږۍ پر دوام ټینګار کړی دئ.