د پاکستاني پولیسو په وینا، یو افغان کډوال چي شاه نواز نومېږي، په پېښور کي د پاکستان ضد څرګندونو له امله نیول سوی او تېره ورځ په جبري توګه افغانستان ته اخراج سوی دئ.
یاد کس د خزانې کډوالو له کمپ څخه نیول سوی و او د پولیسو د معلوماتو له مخي، پر خپلو څرګندونو ئې اعتراف کړی او د پاکستان د دولت څخه ئې بخښه هم غوښتې وه؛ خو بيا هم د پاکستان پوليسو اخراج کړی.
د پاکستان پوليسو دا اقدام په داسي وخت کي کړی، چي د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له میاشتي راهیسي د ناقانونه مېشتو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده.