د پاکستان او بریتانیا استازو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ

د پاکستان او بریتانیا استازو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ، سیمه‌ییز امنیت او د اړیکو د عادي کولو په اړه خبري کړي دي.
د افغانستان له پاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چي د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لېنډزي سره ئې لیدلي او د افغانستان پر روان وضعیت او د سیمي د سولي او ثبات په اړه ئې ورسره خبري کړي دي.
دا لیدنه پر داسي مهال کېږي، چي تر دې مخکي ریچارډ لېنډزي ویلي وو، چي ډېر ژر به پاکستان ته سفر وکړي او له پاکستاني چارواکو سره به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمولو او د اړیکو د عادي کولو په اړه خبري وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *