د پاکستان جيټ الوتکو تېره شپه په کندهار، خوست او پکتيا ولايتونو کي هوايي بريدونه کړي

د پاکستان جيټ الوتکو تېره شپه په کندهار، خوست او پکتيا ولايتونو کي هوايي بريدونه کړي.
د ط..البانو د حکومت وياند ذبيح الله م.جاهد دغه بريدونه تائيد کړي او په خبره ئې چي په دغو بريدونو کي څلور ملکي کسان وژل سوي دي.
م.جاهد ويلي، چي د پاکستان يادو بريدونو ته به په مناسب وخت کي جواب ورکړي.

بلخوا بيا د پاکستان حکومت ادعا کړې، چي په افغانستان کي پر لسو بېلابيلو سيمو ئې بمبار کړی او د ط..البانو مرکزونه ئې په نښه کړي دي.