د پاکستان د اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ د پنج شنبې په ورځ ويلي، چي تېره شپه ئې په افغانستان کي پر لسو بېلابيلو سيمو هوايي بریدونه کړي دي.
هغه د يادو لسو سيمو نومونه نه دي ياد کړي او يوازي ئې د بريدونو د کولو خبر ورکړی.
د هغه په خبره چي په دغه هوايي بريدونو کي ئې د ط..البانو نظامي او د بې پيلوټه الوتکو د ساتلو ځايونه په نښه کړي دي.
په ورته وخت کي بيا ط..البانو يوازي په خوست او کندهار کي د ط..البانو هوايي بریدونه تائيد کړي دي او په خبره ئې چي چا ته په کښي زيان نه دئ رسېدلی.