د پاکستان د بلوچستان ایالت پخواني د اطلاعاتو وزیر، جان اچکزی، ویلي څنګه چي امریکا د وینزویلا ولسمشر مادورو نیولای سي

د پاکستان د بلوچستان ایالت پخواني د اطلاعاتو وزیر، جان اچکزی، ویلي څنګه چي امریکا د وینزویلا ولسمشر مادورو نیولای سي، پاکستان هم دا وړتیا او ځواک لري چي د ط..البانو مشر م.لاهب.ت‌الله له خپل پټ‌ځای څخه ونیسي او حساب ورسره وکړي.
نوموړي دغه راز ويلي، چي م.لا هب.ت‌الله باید پاکستان ته د ځان.مرګو بریدګرو د لېږلو لړۍ بنده کړي.
هغه ويلي چي پاکستان نور د دا ډول بریدونو زغم نه لري او د خپلو خلګو د امنیت له پاره جدي ګامونه پورته کوي.

ط..البان تر اوسه د جان اڅګزي د دغه څرګندونو په اړه تر څه نه دي ويلي‌.
بايد وويل سي، چي پاکستان له افغان ط..البانو سره د پولو پر سر د امنیتي اندېښنو له امله له اوږدې مودي راهیسي اختلافات لري. پاکستاني چارواکي تور لګوي چي له افغانستانه پاکستان ته ځان.مرګي او وسله والو بریدګر راځي او د ط..البانو حکومت په دې برخه کي کافي اقدامات نه کوي؛ خو افغان ط..البان بیا د پاکستان د دولت دغه ادعاوي بې اساسه بولي.