د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ ولسوالۍ کي ناپېژاندو وسلهوالو ۲۰ پاکستاني پولیس تښتولي دي.
د پاکستان د ډان ورځپاڼي د راپور له مخي، پېښه هغه مهال سوې، چي یاد پوليس د اوونۍ د رخصتیو له پاره خپلو کورونو ته روان وو.
راپور زیاتوي، چي پر موټرسایکل سپرو او په وسلو سمبالو وسلهوالو د کوټي ـ کراچي پر لویه لار د پولیسو موټر درولی او سرتېري ئې له موټر سره یو نامعلوم ځای ته لېږدولي دي.
تر اوسه د تښتول سوو سرتېرو د برخلیک او د هغوی د موندلو له پاره د ترسره سوو هڅو په اړه نور معلومات نه دي خپاره سوي.