د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د دوام له پاره تماسونه لا هم روان دي، خو د راتلونکي ناستي نېټه تر اوسه نه ده ټاکل سوې.
د یاد وزارت ویاند طاهر اندرابي د پنجشنبې په ورځ ويلي، چي اسلاماباد به د دواړو هیوادونو ترمنځ د خبرو د اسانتیا له پاره خپلي هڅي جاري وساتي او زیاته ئې کړه چي د تهران اټومي دوسیه هم د روانو سلا مشورو برخه ده.
په همدې حال کي، د پاکستان د پوځ قومندان عاصم منیر له تهران څخه تر ستنېدو وروسته واشنګټن ته تللی، څو د سیمي د وروستیو کړکېچونو د کمولو له پاره ډیپلوماتیکي هڅي رواني وساتي.
ایراني رسنیو مخکي راپور ورکړی و چي د منیر د تهران سفر یو هدف د امریکا له لوري د پیغامونو لېږد هم و. بلخوا، د ایران دولتي رسنیو ویلي چي ایراني چارواکو په تهران کي له یوه پاکستاني پلاوي سره پراخي خبري پیل کړي دي، چي تمرکز ئې د ایران او امریکا د مذاکراتو پر بهیر او د واشنګټن پر وړاندیزونو دئ.