د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار، له ط..البانو غوښتي چي د ګاونډیو هیوادونو امنیتي اندېښنو، په ځانګړي ډول د ترهګرۍ ګواښونو ته رسېدنه وکړي.
نوموړي دا څرګندوني د دوشنبې په ورځ په اسلاماباد کي د اقتصادي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کي کړي دي.
په دې غونډه کی افغانستان، چي د یاد سازمان غړیتوب لري، هیڅ استازی نه لري او پاکستان ط..البانو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړې.
اسحاق ډار ویلي، هیواد ئې د یوه سولهییز، باثباته او پرمختللي افغانستان غوښتونکی دئ، چي له ګاونډیو هیوادونو سره په سوله کي ژوند وکړي.