د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار ویلي، چي د ط..البانو له لوري د تحریک ط..البان پاکستان (ټيټيپي) د غړو نیول بسنه نه کوي او باید نور هم جدي او دوامداره اقدام وکړي.
نوموړي ویلي، اسلامآباد له ط..البانو غوښتي چي ترهګرو ته اجازه ور نه کړي، چي د افغانستان له خاوري پر پاکستان بریدونه وکړي.
دار زیاته کړې، چي له ط..البانو سره د خبرو څو پړاوونه بې پايلي پای ته رسېدلي او منځګړي هيوادونه هم د پرمختګ له نشتوالي نا امیده سوي دي.
د هغه په وینا، پاکستان یوازي دا غواړي چي د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد ونه کارېږي او ټینګار کوي چې ط..البان باید د ټيټيپي پر ضد خپلي ژمني عملي کړي.
د پاکستان د حکومت په خبره، له ۲۰۲۱ کال راهیسي چي ط..البان پر افغانستان واکمن سوي، په پاکستان کي د ترهګریزو بریدونو کچه لوړه سوې او د دغو بریدونو مسؤولیت اکثره ټيټيپي پر غاړه اخلي.
پاکستان له ط..البانو غواړي چي یا ټيټيپي له پولو لېري کړي یا ئې پاکستان ته وسپاري.