د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، چي هیواد ئې د ترهګرۍ پر وړاندي سخت او نه بدلیدونکی دریځ لري.
د هغه په خبره، د امنیت د ټینګښت له پاره یې په افغانستان کي ځيني بريدونه د ترهګرۍ سره د مبارزې برخه وه.
هغه د خپلو خبرو پرمهال د پاکستاني ط..البانو تحریک( ټيټيپي) او بلوڅ ازادۍ پوځ د هند فتنه او د خوارجو فتنې يادي کړي. د هغه په وينا دا ډلي د پاکستان د سولي او ثبات له پاره لوی خطر دئ.
د بلي خوا د پاکستان پوځ وایي چي دایمي اوربند او خبري یوازي هغه وخت امکان لري چي د ټيټيپي غړي پاکستان ته وسپارل سي.