د پاکستان د جمعيت علما اسلام ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن په خپلو تازه څرګندونو کي ويلي، چي پاکستان د ايران او امريکا ترمنځ د خبرو منځګړیتوب کوي؛ خو خپل کورنیو ستونزو او اقتصادي مشکلاتو ته پاملرنه نه کوي.
د هغه په خبره چي د پاکستان، هند او ط.. البانو ترمنځ د اختلافاتو له امله سرحدي لاري تړل سوي، چي ورسره سم د پاکستان ولس ته اقتصادي زيانونه رسېدلي دي.
هغه ويلي، چي په پاکستان کي د توکو بيې لوړي سوي، چي خلګ ورڅخه شکايت کوي.
مولانا فضل الرحمن د پاکستان د دولت څخه د دغه ستونزو د حل غوښتنه کړې ده.