د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف په خپلو تازه څرګندونو کي ويلي، چي د پاکستان دولت نور پر افغان ط.. البانو باور نه لري. هغه د هند او افغان ط..البانو پر اړيکو اندېښنه ښودلې ده.
خواجه آصف دغه راز ويلي چي دولت ئې د دې وړتيا لري، چي پر يوه وخت هم د ط..البانو او هم د هند د دولت سره مقابله وکړي.
هغه ويلي چي د پاکستان دولت چمتو دئ چي د خپلو پولو څخه دفاع وکړي.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي د پاکستان او ط..البانو ترمنځ اړيکي خرابي سوي، پاکستان ادعا کوي، چي پاکستان ته ترهګر د افغانستان څخه راځي خو ط..البان بيا د پاکستان دغه ادعا نه مني.