د پاکستان د لومړي وزير سلاکار رانا ثناءالله د اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼي سره د مرکې پر مهال ويلي، چي پر پاکستان د افغانستان د خاوري څخه د ترهګریزو بريدونو د مخنيوي لپاره پر ډيورنډ فرضي کرښه باندي حائل سيمي ته اړتيا سته.
هغه ويلي، چي د افغانستان سره دي پر ياده کرښه باندي حائل سيمه جوړه سي او کنټرول دې ملګري ملتونه واخلي؛ ترڅو په پاکستان کي د ترهګرو ډلو مخنيوي وسي.
هغه وايي ط.. البانو د يادي طرحي مخالفت کړی، ځکه وسله وال بريدونه اوس هم په پاکستان کي جاري دي.
هغه ويلي چي د حایل سيمي هدف دا دئ، چي پر ډیورنډ کرښه پاکستاني او بهرني ځواکونه ځای پر ځای سي او د پاکستان خاوري ته د وسلهوالو د ننوتلو مخنیوی وسي.