د پاکستان د پنجاب ایالت په چکوال سیمه کي د افغان کډوالو شاوخوا ۲۰ دوکانونه د دغه ایالت د حکومت له لوري لیلام سوي دي

د پاکستان د پنجاب ایالت په چکوال سیمه کي د افغان کډوالو شاوخوا ۲۰ دوکانونه د دغه ایالت د حکومت له لوري لیلام سوي دي.
په اسلام‌اباد کي د ط..البانو سفارت وايي، د افغانانو د دوکانونو او نورو شتمنیو د لیلام موضوع ئې له اړوندو پاکستاني ادارو سره شریکه کړې ده.
د سفارت د معلوماتو له مخي د دوی یو پلاوی چکوال ته تللی او د افغان کډوالو له دوکانونو څخه ئې لیدنه کړې ده.

پلاوي له ځايي چارواکو سره هم خبري کړي؛ ترڅو د قانوني لارو داسي حل پیدا سي چي د افغان سوداګرو شتمنۍ خوندي پاته سي.