د پاکستان د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅګزی وايي چي د پاکستان څخه د افغان کډوالو په جبري ډول ايستل د هغوی حقونه تر پښو لاندي کولو په مانا دي. هغه وايي چي د افغان کډوالو په اړه دا ډول پرېکړه ناعادلانه کړنه ده.
هغه ويلي، چي د پاکستان دولت د نورو هيوادونو اتباعو ته د پاکستان تابعيت ورکوي؛ خو افغانانو ته چي همدلته پيدا سوي دي او همدلته ئې لوړي زده کړي او سوداګري کوي بيا تابعيت نه ورکوي.
هغه د افغان کډوالو په اړه د پاکستان د دولت پر پاليسي باندي نيوکه کړې ده او د افغان کډوالو د جبري ستنولو د درېدو غوښتنه ئې کړې ده.