د پاکستان رسنيو خبر ورکړی

د پاکستان رسنيو خبر ورکړی، چي د دغه هيواد د خيبر پښتونخوا ايالت په بنو سيمه کي نامعلومو وسله والو درې کسان ويشتلي او وژلي دي.
دغه پېښه د چهار شنبې په ورځ رامنځ ته سوې ده او تر اوسه پوري ئې هېڅ وسله والي ډلي د دغه برید مسئوليت نه دئ منلی.
بايد وويل سي چي درې ورځي مخکي هم په ياده سيمه کي وسله والو کسانو څلور پاکستاني پوليس وژلي وو.