د پاکستان رسنيو د سې شنبې په ورځ خبر ورکړی، چي په خیبر پښتونخوا ایالت کي د کرک ولسوالۍ په ګورګوري سیمه کي د پولیسو پر موټر وسلهوال برید سوی دئ.
د راپورونو له مخي پېښه هغه مهال رامنځ ته سوې چي پولیس د تېلو او ګازو د یوې کمپنۍ د ساتني دنده ترسره کول.
د رسنيو د راپور له مخي د دغه برید له امله پنځه تنه پولیس وژل سوي دي.
تر اوسه د ياد برید مسئوليت کومي وسله والي ډلي نه دئ منلی.