د پاکستان رسنيو د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی، چي د دغه هيواد د خیبرپښتونخوا ايالت په دېره اسماعيل خان کي د پاکستاني پوليسو پر موټر باندي چادونه سوې ده.
د لومړنيو معلوماتو د مخي په دغه چاودنه کي درې پاکستاني پوليس وژل سوي او موټر ئې په بشپړ ډول ويجاړ سوی دئ.
بايد وويل سي، چي د دغه بريد مسؤليت تراوسه پوري د پاکستان د دولت مخالفو وسله والو ډلو پرغاړه نه دئ اخيستی.