د پاکستان رسنيو راپور ورکړی، چي د پاکستان پوليسو د دغه هيواد په کراچي ښار کي تر ۲۵۰ ډېر افغان کډوال نيولي او بنديان کړي دي.
دغه افغان کډوال په پاکستان کي د اوسېدو د قانوني اسنادو د نه موجوديت له امله نيول سوي.
په دغه نيولو سوو افغانانو کي ښځي او ماشومان هم شامل دي.
بايد وويل سي، چي د پاکستان او ط..البانو ترمنځ د وروستيو جګړو له امله د پاکستان پوليس هره ورځ سلګونه افغان کډوال نيسي او په زور او جبر ئې د خپلي خاوري څخه باسي.