د پاکستان رسنيو راپور ورکړی

د پاکستان رسنيو راپور ورکړی، چي د پاکستان حکومت په کراچي ښار کي د امريکا پر قونسلګرۍ باندي د لاريون کوونکو تر بريد وروسته په دغه هيواد کي پر لوی غونډو او د خلګو پر راټولېدو باندي بندیز لګولی.
دوې ورځي وړاندي سلګونو کسانو د اسرائیلو او امريکا له خوا د ايران د مذهبي مشر آیت الله خامنه اي د وژني له امله په کراچي ښار کي د امريکا پر قونسلګرۍ بريد وکړ او د امريکا پر ضد ئې شعارونه ورکول، چي د امريکا سمندري ځواک او د پاکستان پوليسو وروسته پر همدې ولسي خلګو ټکان وکړل او ګڼ شمېر کسانو ته ئې مرګ ژوبله واړول.
تر يادي پېښي وروسته د پاکستان حکومت په دغه هيواد کي پر لویو غونډو او د خلګو پر راټولېدو بندیز لګولی.