د پاکستان رسنيو راپور ورکړی

د پاکستان رسنيو راپور ورکړی، چي د دغه هيواد د خيبر پښتونخوا ايالت په بنو سيمه کي د پاکستان د پوليسو پر يوه مرکز موټر بم برید سوی.
په راپور کي ويل سوي، چي په دغه بريد کي درې پاکستاني پوليس وژل سوي دي.
بلخوا يوې بلي سرچینې څراغ تلوېزيون ته ويلي چي تر دغه موټر بم برید وروسته وسله وال کسان د پاکستان د پوليسو دغه مرکز ته ننوتلي او پولیسو سره ئې نښته کړې ده.

د سرچينې په وينا چي په دغه بريد کي وسله والو د بې پيلوټو الوتکو څخه هم استفاده کړې ده.
باید وويل سي، چي د دغه بريد مسئوليت د اتحاد ال.مجاهدين په نوم وسله والي ډلي پر غاړه اخيستی دئ.