د پاکستان رسنیو د لاهور د پولیسو له قوله راپور ورکړی، چي د روان میلادي کال له پیل راهیسي د ناقانونه کډوالو د ایستلو د عملیاتو پر مهال ۲ زره او ۵ افغان کډوالو نیول سوي دي.
د راپور له مخي له نیول سوو کسانو څخه ۱۹۱۸ تنه افغانستان ته ستانه سوي، ۳۱ تنه زندان ته لېږدول سوي او ۵۶ نور د کډوالو د ساتني مرکزونو ته انتقال سوي دي.
بايد وويل سي، چي د پاکستان پوليس هره ورځ زرګونه افغان کډوال نيسي او وروسته ئې په زور او جبر د خپلي خاوري څخه افغانستان ته اخراجوي.