د پاکستان پوليسو ويلي

د پاکستان پوليسو ويلي، چي د چهارشنبې په ورځ د دغه هيواد د بلوچستان ايالت د توربت ولسوالۍ په بوليدا سيمه کي نامعلومو وسله والو کسانو پره يوه کور بريد کړی.
د پوليسو په وينا چي د وسله والو په دغه بريد کي شپږ کسان وژل سوي او دوه نور ټپيان دي، چي ټپيان د درملني په موخه روغتون ته انتقال سوي دي.
د پوليسو په خبره چي په ياده پېښه کي يوه ښځه هم وژل سوې ده.

بايد وويل سي، چي د دغه بريد مسئوليت تر اوسه پوري کومي وسله والي ډلي پر غاړه نه دئ اخيستي او د پاکستان پوليسو ويلي چي د يادي پېښي په اړه ئې پلټني پيل کړي دي.