د پاکستان پوليسو ويلي

د پاکستان پوليسو ويلي، چي د دغه هيواد د خيبر پښتونخوا په چارسده کي د يوه کور‌ د خوني د نړېدو په پېښه کي ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پوليسو په وينا په دغه پېښه کي د‌ پنځو کوچنيانو په ګډون شپږ کسان وژل سوي او پنځه تنې ښځي ټپياني سوي دي.
د پوليسو په وينا دغو کسانو د يوه واده په مراسمو کي ګډون کړی وو، چي خونه ورباندي نړېدلې ده.