د پنجشير ولايت د ط..البانو د کانونو او پټروليم رياست څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه ولايت کي ئې ۲۶۰ د زمردو نوي کانونه ددغه ولايت په بېلابېلو برخو کي موندلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ډلي څخه ئې د ۳۰ کانونو دکېندلو چاري هم پيل کړي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي چي د روان کال له پيل څخه تر اوسه پوري ئې ۲۶ ميليونه افغانۍ عوايد له دغه زمردو څخه ترلاسه کړي دي.
دا په داسي حال کي ده، چي په افغانستان کي د ط..البانو له خوا د طبيعي زېرمو او کانونو کېندل خورا چټک سوي دي.