د پولیو پاک افغانستان پروګرام خبر ورکړی، چي نن شنبه ئې د ماشومانو د روغتیا د خوندي کولو په موخه په افغانستان کي د څو مهمو واکسینونو د تطبیق نوی کمپاین پیل کړی دئ.
په دې کمپاین کي ماشومانو ته د پولیو واکسین، د شري واکسین او پینټاوالنټ واکسین ورکول کېږي. روغتیايي مسئولين وایي، دا واکسینونه ماشومان د پولیو، شري او یو شمېر نورو خطرناکو ناروغیو پر وړاندي ساتي.
هغوی له والدینو غواړي چي د واکسین له دې فرصت څخه ګټه واخلي او خپل ماشومان ټاکل سوو روغتیايي مرکزونو ته د واکسين له پاره انتقال کړي.
د هغوی په وينا د واکسین بشپړول د ماشومانو د سالمي ودي او روغ ژوند له پاره مهم دي.