د پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ له کورنیو غوښتي، چي خپل ماشومان د پولیو ناروغۍ پر وړاندي واکسین کړي، څو د دې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول سي.
دغه بنسټ د پولیو نړۍوالي ورځي په مناسبت ویلي، چي هر ماشوم حق لري، چي د پوليو واکسين ورکول سي او د دې ناروغۍ د له منځه وړلو له پاره باید د واکسین کمپاینونه روان وساتل سي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د شمېرو له مخي، په افغانستان کي د روان میلادي کال له پیله تر اوسه د پولیو ۴۲ مثبتي پېښي ثبت سوي دي.
بايد وويل سي چي افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هیوادونه دي، چي لا هم په کښي د پولیو ناروغي په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې.