د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ويلي

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ويلي، چي په افغانستان کي هر ډول پوځي اقدام یا بهرنۍ مداخله کولای سي د سیمي امنیت او ثبات ته جدي زیان ورسوي. هغه ټینګار کړی، چي ښايي د افغانستان نیول اسانه ښکاره سي، خو له دغه هیواد څخه وتل او د جګړې پای ته رسول به له ګڼو ستونزو سره مل وي.
اڅکزي دا څرګندوني د بلوچستان عالي محکمې په ودانۍ کي د وکیلانو یوې غونډې ته د وینا پر مهال کړي دي.
نوموړي افغانستان د سیمي د امنیتي او سیاسي توازن مهم محور بللی او ویلي ئې دي، چي په دغه هیواد کي هر ډول ګډوډي به د شاوخوا هیوادونو پر وضعیت هم اغېز وکړي.

هغه د خپلو خبرو پر مهال ويلي، چي د تاريخ په اوږدو کي افغانستان د پاکستان په چارو کي مداخله نه ده کړې نو په کار ده، چي هر ډول لاسوهنه په دغه هيواد کي بنده سي.