د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور احمد پښتین یو ځل بیا ويلي، چي پاکستاني پوځ د وسله والو پر ضد د عملیاتو تر نامه لاندي په پښتونخوا کي بېګناه خلګ له خپلو کورونو او مېنو شړي.
پښتین ادعا کوي چي پوځ غواړي د وسله والو د ځپلو په پلمه د سیمي خلګ بېځایه کړي.
نوموړی زیاتوي چي د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول شمالي او سویلي وزیرستان، کورمه او خیبر کي، د پنج شنبې په ورځ هم خلګو ته زیان اوښتی او زيات شمېر کورنۍ د پاکستان پوځ مجبوره کړي چي خپل کورنه پرېږدي او نورو سيمو ته کډوال سي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر پر حکومت نیوکه کوي چي د پوځ له لوري د ولس پر وړاندي دغه چلند ته هېڅوک پام نه کوي او د وسله والو په نامه د پښتنو کورونه او سيمي په نښه کوي.