د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتین د پنجاب د اعلی وزیري مریم نواز د وروستیو څرګندونو په غبرګون کي پر پنجاب سختي

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتین د پنجاب د اعلی وزیري مریم نواز د وروستیو څرګندونو په غبرګون کي پر پنجاب سختي نیوکي کړي دي.
پښتین ادعا کړې چي په پښتونخوا او بلوچستان کي د ناامنۍ، وژنو، د خلګو د نادرکه کېدو او د سیاسي مشرانو د نیولو تر شا د پنجاب پوځي او سیاسي چارواکي لاس لري.
هغه ویلي، د پنجاب پوځ یوازي پښتانه نه، بلکي بلوڅان، سندیان، کشمیریان او د پاکستان د نورو سیمو خلګ هم له ستونزو سره مخ کړي او د هغوی طبیعي سرچیني ئې چور کړي دي.