د پکتيکا څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي

د پکتيکا څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په نعمت اباد ولسوالۍ کي تېره ورځ وسله والو کسانو يو قومي مشر ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه قومي مشر ملک محمد حسن نومېدی.
بلخوا د پکتیکا امنيې قومندانۍ ياده پېښه تائيد کړې او په خبره ئې چي ملک حسن د ځمکي پر سر د شخړي له امله وژل سوی دئ.