د کابل څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزیون ته خبر ورکړی چي څو شيبې وړاندي یوې چاودني د کابل ښار د څلورمي ناحيې سيمه ولړزوله.
د یادي چاودني د تلفاتو معلومات تر اوسه معلوم نه دي او چا یې مسئولیت هم پر غاړه نه دئ اخیستئ.
سرچينه زیاتوي چي اوس په یاده منطقه کي د موجود لوګي څخه ښکاري چي د چاودني له امله اورلګېدنه هم را منځ ته سوې ده.
د یادوني وړ ده چي طا.لبانو د یادي چاودني اړوند تر اوسه څه نه دي ویلي.