د کاناډا د بهرني سياست سازمان پر افغانستان د پاکستان وروستي بريدونه چي مرګ ژوبله ئې ولسي خلګو ته اړولې ده غندلي دي

د کاناډا د بهرني سياست سازمان پر افغانستان د پاکستان وروستي بريدونه چي مرګ ژوبله ئې ولسي خلګو ته اړولې ده غندلي دي.
د ياد سازمان په خبره چي د پاکستان او افغان ط..البانو ترمنځ روان کړکېچ د نژدې څخه څاري او په خبره چي د يادو هيوادونو ترمنځ شخړو اندېښمن کړي دي.
دغه سازمان په جګړه کي د ښکيلو خواوو څخه غوښتي، چي تاوتريخوالی راکم کړي او په خبره ئې چي د ولسي خلګو ژوند ته باید پاملرنه وسي او د جګړې پر مهال باید خوندي وي.