د کاناډا پوليسو ويلي، چي د اير کاناډا يو پخوانی پیلوټ ئې نیولی

د کاناډا پوليسو ويلي، چي د اير کاناډا يو پخوانی پیلوټ ئې نیولی، چي ادعا کېږي د کلونو راهيسي ئې د جعلي اسنادو په وسيله د الوتکو مشري کړې ده.
د سیمه‌ییزو پولیسو د معلوماتو له مخي یاد کس له ۲۰۰۹ کال څخه تر ۲۰۲۵ پوري په بېلابېلو سوداګریزو الوتنو کي د پیلوټ په توګه کار کړی او په دې موده کي ئې سلګونه الوتني ترسره کړي دي.
پلټونکي وايي، نوموړي د خپلي مسلکي وړتیا د ثابتولو له پاره ناسم او جعلي اسناد وړاندي کړي وو.

راپورونه ښيي چي تورن کس د همدې دندي له لاري میلیونونه ډالر عاید ترلاسه کړي او له ۹۰۰ څخه په ډېرو الوتنو کي ئې د الوتکي د قوماندان په توګه دنده ترسره کړې ده.
د دې پېښي وروسته د کاناډا د هوايي چلند په برخه کي د پیلوټانو د اسنادو د ارزوني او د الوتنو د خوندیتوب د معیارونو په اړه بحثونه ګرم سوي.
کارپوهان ټینګار کوي چي د هوايي پرسونل د اسنادو د تائید بهیر باید لا پیاوړی سي.

د ياد پيلوټ دوسيه محکمې ته تللې او تر څار لاندي ده.