د کندز څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په مرکز کي نامعلومو وسله والو د يوه هوټل څښتن ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي وژل سوی کس سيد نواب مجددي نومېږي او وسله والو د خپل کور سره ويشتلی دئ.
د يادي پېښي اصلي لامل روښانه نه دئ او ط..البانو ئې هم په اړه څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي، چي نامعلومو وسله والو په فارياب ولايت کي هم دوې ښځي وژلي وې.