د کندز څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کي يوه تاجکستانۍ قابله نامعلومو کسانو وژلې ده.
د سرچينې په وينا چي دغه وژل سوې قابله عدالت حميدي نومېږي او اصلي د تاجکستان وه، چي د شنبې په ورځ نامعلومو کسان وژلې او د يکشنبې په ورځ ئې جسد تاجکستان ته انتقال سوی دئ.
د سرچينې په وينا چي هغې د څو کلنو راهيسي د امام صاحب په روغتيايي مرکز کي دنده درلودل او د افغان مېرمنو له پاره ئې صحي خدمات وړاندي کول.
تر اوسه ط..البانو د يادي پېښي په اړه څه نه دي ويلي.