د کندز څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کي ط..البانو درې ولسي خلګ ويشتلي او وژلي دي.
د سرچينې په وينا چي د امام صاحب د ولسوالۍ اړوند په دشت ابدان سيمه کي د څړځای پر سر جنجال کي ط..البانو مداخله کړې او دوه وروڼه او يو د اکا زوی ئې ويشتلي او وژلي دي.
د دغه وژل سوو کسانو کورنۍ د ط..البانو د مشرانو څخه د عدالت غوښتنه کوي او په خبره ئې چي د دغي پېښي عاملينو ته بايد سزا ورکول سي.
تر اوسه ط..البانو د يادي پېښي په تړاو رسنیو ته څه نه دي ويلي.