د کندهار د روغتیایي نظام «توره څېره»

د کندهار د روغتیایي نظام «توره څېره»
په کندهار کي د يوې وړې ماشومي، کلثوم، پېښه يو ځل بيا د افغانستان د روغتيايي نظام لویه کمزورۍ رسوا کوي. تېره ورځ د یوې کندهارۍ ماشومي کلثوم اړوند لویه غوغا جوړه وه، د (صحت طفل) روغتون په وینا ډاکټرانو د دې ماشومي له تنفسي سيستم څخه يو بهرنی جسم را وايست او ژوند يې وژغوره.
خو د دې ماشومي په خپل ولايت کندهار کي درملنه نه سوای کېدای. د شديدي تنفسي ستونزي له امله، هغه د ۲۰۵ کندهار قول اردو له لوري د چورلکي په وسيله په بېړنۍ توګه کابل ته ولېږدول سوه. هلته يې عمليات وسول او ژوند يې وژغورل سو.

اوس پوښتنه داده چي ولي بايد يو عادي طبي مورد داسي لويو لګښتونو او خطرناکو انتقالونو ته اړ سي؟
که لږ محاسبه وکړو، د کابل او کندهار ترمنځ واټن شاوخوا ۴۵۰ تر ۴۸۰ کيلومتره دی. يوې چورلکې ته په منځني ډول ۲۷۰ تر ۳۰۰ ليټره تېل پکار وي. د هر ليټر بيه شاوخوا ۰.۷ تر ۱ ډالر اټکل کېږي. يعنې يوازي د تېلو مصرف له ۲۰۰ تر ۱۸۰۰ ډالرو پورې رسېږي، د چورلکې د ډول په حساب.
خو اصلي لګښت دلته نه دی. د پيلوټ، تخنيکي ټيم او عملياتي لګښتونه لږ تر لږه ۵۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰ ډالرو پوري رسېږي. يعني د يوې ماشومي د انتقال ټول مصرف ښايي تر لسګونو زرو ډالرو ورسېږي.

دا ټول په داسي حال کي دي چي که په کندهار کي مسلکي ډاکټران او لازم تجهيزات موجود وای، همدا درملنه ښايي په څو سوه ډالرو ترسره کېدای سوای.
خو د ستونزې بله توره څېره لا دردناکه ده.
يو عيني شاهد «نعیم»د خپل کاکا کيسه کوي، چي په کندهار کي يو روغتون ته د درملنې لپاره يووړل سو. د زړه عمليات پرې وسول، خو د عملياتو وروسته ورته وويل سول چي ناروغ شکره هم درلوده—هغه څه چي بايد مخکي معلوم سوی وای.

د عملياتو وروسته د ناروغ حالت خراب سو او آی سي یو ته يووړل سو. هلته يوه مياشت پر ماشين وساتل سو، په داسي حال کي چي نه يې خوراک درلود او نه يې عقل کار کاوه. هره شپه پر ده شاوخوا شل زره افغانۍ مصرف راتلی.
د شاهد په وينا، ډاکټرانو کورنۍ ته ناسمي هيلي ورکولې، څو لګښتونه دوام وکړي. بالاخره ناروغ وفات سو.
خو تر ټولو دردونکې برخه دا وه چي روغتون د مړي له سپارلو څخه انکار وکړ، تر څو پاته پيسې ورنه کړل سي. کورنۍ لا دمخه شپږ لکه افغانۍ ورکړي وې، خو بيا هم درې لکه نوري غوښتل کېدلې.

د کورنۍ اقتصادي حالت دومره خراب سو چي خپله مځکه يې وپلورله—خو نه يې ناروغ وژغورلای سو او نه يې مال وساتلای سو.
په کندهار کي د روغتيايي نظام بنسټيزه ستونزه يوازي د امکاناتو کمښت نه دی، بلکي د ادارې ضعف او د مسلکي کسانو نشتوالی دی.
د کندهار د عامې روغتيا رياست، چي بايد د خلکو د ژوند ساتونکی وای، د خلکو په خبره نن ورځ د يوې مدرسې بڼه غوره کړې ده، او ډېر هغه کسان چي پکښي دنده ترسره کوي، هیڅ طبي تخصص نه لري.

کله چي د يو ولايت د روغتيا مشري د غير مسلکي کسانو لاس ته ولوېږي، نو پايله يې دا وي:
• عادي ناروغان کابل ته لېږل کېږي
• د درملني لګښتونه څو برابره زياتېږي

• او ځيني ناروغان د بې‌غورۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي
که په کندهار کي مسلکي ډاکټران، معیاري تجهيزات او حساب‌ورکوونکی نظام موجود وای، آيا د کلثوم په شان ماشوم به کابل ته لېږل کېدلای؟ او آيا د هغه بېچاره سړي ژوند به د پيسو او بې‌غورۍ قرباني کېدلای؟
حقيقت دا دی چي د يو ملت راتلونکی له علم، تخصص او سالمې ادارې سره تړلی دی. تر څو چي دا درې واړه نه وي، نه به روغتيايي نظام سم سي او نه به د خلکو باور بېرته را وګرځي.