د کندهار د ط..البانو د امنیې قومندانۍ څخه د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولایت د مرکزي زندان څخه ۲۰۱ بنديان د کوچني اختر په مناسبت ازاد سوی او د ۳۹۳ نورو بنديانو د بند په موده کي کموالی راغلی دئ.
بايد وويل سي، چي د کندهار ترڅنګ په يو شمېر نورو ولايتونو کي هم د ط..البانو ستري محکمې د کوچني اختر په مناسبت سلګونه بنديان ازاد کړي او د يو شمېر بنديانو د بند په موده کي ئې کموالی راوستلی دئ.