د کندهار د ط..البانو د پېښو پر وړاندي د چمتووالي او مبارزې ادارې مسؤلینو د پنج شنبې په ورځ ویلي، چي تېره شپه د کندهار ولايت په بېلابېلو سیمو کي د کورونو د نړېدو، د لمریز سیستم د وسایلو د لوېدو او تالندي د رالوېدو له کبله درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان سوي دي.
د معلوماتو له مخي، دغه پېښي په کندهار ښار، ارغنداب او میوند ولسوالیو کي رامنځ ته سوي دي.
چارواکي زیاتوي چي په میوند ولسوالۍ کي سلګونه لمریزي هنداري هم زیانمني سوي دي.
مسؤلین وایي، د دې طبیعي پېښو له امله لسګونو کورنیو ته مالي تاوانونه رسېدلي.