د کندهار د ط..البانو سیمهییزو چارواکو په دې ولایت کي د ریګو ميلې ته د ځوانانو پر ورتګ بندیز لګولی دئ.
ط..البان وایي، دا بندیز وروسته له هغه لګول سوی چي ځوانانو په یاده سیمه کي د موټرو ځغلوني سیالۍ کولې او له امله ئې ټکرونه او پېښي رامنځ ته سوي وې.
چارواکي وايي، دغه پرېکړه د ځوانانو د خوندیتوب له پاره سوې ده.
بايد وويل سي، چي د کندهار ځوانان هر کال د ژمي په موسم کي ريګو ته د ميلې او تفريح له پاره تلل.