د کندهار د پېښو په وړاندي د مبارزې رياست د شنبې په ورځ ويلي، چي د دغه ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ په بازار کي د يوه کور چت نړېدلی دئ.
د ياد رياست په وينا په دغه پېښه کي درې کسان وژل سوي او درې نور ټپيان دي.
د هغوی په خبره چي په مړو او ټپيانو کي ښځي او ماشومان هم شامل دي.
باید وويل سي، چي په افغانستان د زياتو بارانونو او سېلابونو له امله د ورته پېښو له امله يوشمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.