د کندهار ولايت د ط..البانو د کرني او مالدارۍ رياست ويلي

د کندهار ولايت د ط..البانو د کرني او مالدارۍ رياست ويلي، چي د روان کال په جريان کي ۷ زره راسه هغه پسونه نيولي چي پر قاچاقي لارو باندي د کندهار څخه پاکستان ته استول.
ياد رياست ويلي، چي دغه پسونه د کندهار ولايت د سپين بولدک، معروف او ريګستان ولسواليو له لاري پاکستان ته په قاچاقي ډول وړل کېدل، چي نيول سوي دي.
بايد وويل سي، چي د پاکستان او ط..البانو د وروستيو اختلافاتو له امله ط..البانو د پاکستان سره هر ډول سوداګري بنده کړې ده، چي له امله ئې يو شمېر کسان هڅه کوي، چي پر قاچاقي لارو د پاکستان سره خپل تجارت روان وساتي.