د کندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ د بند تيمور کلي اوسېدونکي وايي چي د وچکالۍ له امله ئې شنه باغونه وچ سوي، کښتونه ئې کم او خلګ ئې مجبوره سوي، چي نورو سيمو ته کډه سي.
هغوی وايي چي په دغه سيمه کي د اوبو کارېزونه وچ سوي او د اوبو سطحه ۲۰۰ متره کښته سوي، چي له امله ئې د يادي سيمي اوسېدونکي په خورا سختۍ سره اوبو ته لاس رسی پيدا کوي.
د بندتيمور اوسېدونکي وايي چي دغه سيمه نه يوازي دا چي وچکالۍ ځپلې ده؛ بلکي خلګ ئې روغتيايي خدماتو، ښوونځي، سړکونو او د څښاکو پاکو اوبو ته لاس رسی هم نه لري.
د دوی په وينا چي ماشومانو ئې د زده کړو څخه بې برخي او ځوانان ئې د بېکارۍ څخه کړېږي.
هغوی د ط..البانو څخه غوښتنه کوي، چي ځوانانو ته دې د کار زمينه برابره کړي او هغه ستونزو ته دې حل لاره پيدا سي، چي د دې سيمي اوسېدونکي ورڅخه کړېږي.