د کندهار ولايت له پاره د ط..البانو والي ملاشيرين د دغه ولايت د ۱۲ ولسوالۍ د ولسوالانو سره په ليدنه کي هغوی ته د کندهار

د کندهار ولايت له پاره د ط..البانو والي ملاشيرين د دغه ولايت د ۱۲ ولسوالۍ د ولسوالانو سره په ليدنه کي هغوی ته د کندهار د امنیت د ټینګښت امر کړی دئ.
هغه د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت اړوند ادارو ته سپارښتنه کړې، چي د دغه ولايت امنيت دي په ښه ډول وساتي؛ ترڅو کندهاريان د امنيت په فضا کي د لوی اختر شپې او ورځي تېري کړي.
ملاشيرين د امنيت د ټينګښت امر پر داسي مهال کړی، چي د کندهار اوسېدونکي د وسله والو غلو د زياتوالي څخه شکایت کوي.

کندهار ښاريان وايي چي غله ئې په رڼا ورځ چور کوي؛ د هغوی څخه پيسې او نور قيمتي توکي د وسلې په زور اخلي.