د کندهار څخه سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت د ډنډ ولسوالۍ په کلچ آباد سيمه کي يوې ۲۳ کلني ښځي ځان وژنه کړې.
د سرچينې په وينا چي دغه ښځي د کورنيو تاوتريخوالي له امله ځان ځړولی او وژل سوې.
سرچينه زياتوي، چي دغي ښځي پنځه مياشتي مخکي د کورنيو ستونزو له امله د خاوند د کور څخه د پلار کره تللې وه.
دغه ښځه او خاوند اصلي د ارزګان ولايت اوسېدونکي وو.